فبروري 22, 2019

امنیتي ځواکونو د جنرال دین محمد جرات کور کلابند کړی

امنیتي ځواکونو د جنرال دین محمد جرات کور کلابند کړی

 

عزم(دوشنبه، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۷): ځانګړو ځواکونو د ملي امنیت د خوانی سلاکار حنیف اتمر مرستیال او د ولسمشر پخواني سلاکار جنرال جرئت کور کلابند کړی دی.

ویل کیږی چې دغو ځواکونو وروسته له هغې دا اقدام وکړ چې جرات د هاموي ټانګونو سربیره حکومتي ساتونکي تر اوسه له ځان سره ساتلي دي.

کورنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي چې جنرال جرأت ته 72ساعته وخت ورکړل شوی چې ټول نظامي وسایل او وسایط تسلیم کړي او دا مهال دغه ځواکونه د نوموړي له کور په شا شوي.

سرچینې ویلي چې دین محمد جرات هم د نظامي وسایلو او وسایطو د سپارلو ژمنه کړې، خو د نه پوره کیدلو به صورت کې به بیا امنیتي ځواکونه لاس په کار کیږي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *