فبروري 22, 2019

فراه: طالبان وایي فراه رود کې یې ۱۲پولیس وژلي

فراه: طالبان وایي فراه رود کې یې ۱۲پولیس وژلي

 

عزم(دوشنبه، ۲۲ سلواغه ۱۳۹۷): طالبان وایي تیره شپه یې د فراه په فراه رود ولسوالۍ کې د یوې جګړې څخه وروسته د امنیتي ځواکونو یوه غټه قرارګاه نیولې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې دغه قرارګاه چې د غونډۍ په نوم سیمه کې وه ۱۲ پولیس یې پکې وژلي او ۴ نور یې ژوندي نیولي.

احمدي لیکلی چې پدغه جګړه کې خورا سپکه او درنه وسله هم لاسته ورغلې.

د فراه ولایتي چارواکو تر اوسه د دغې جګړې او قرارګاه د سقوط په اړه تر اوسه څه ندي ویلي.

داپداسې حال کې دی چې همدا تیره ورځ امریکایي ځواکونه له فراه ولایت څخه و وتل چې طالبانو په اوله شپه یوه غټه قرارګاه نیولې.

د فراه ولایت اکثره برخې یو ځل ترمخ د طالبانو په لاس سقوط شوې چې بیا د امریکایي ځواکونو له ورتګ او بمباریو وروسته بیرته د دولتي ځواکونو لاسته ورغلې.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *