فبروري 22, 2019

کندهار کې د نوي والي پر ضد د اعتراض خېمه ودرول شوې

کندهار کې د نوي والي پر ضد د اعتراض خېمه ودرول شوې

عزم: (دوشنبه، ۲۲سلواغه، ۱۳۹۷ل): د کندهار ولایتي شورا او یو شمېر قومي مشران د کندهار لپاره د نوي والي له ټاکل کېدو سره مخالف دي او نوموړي ته اجازه نه ورکوي، چې خپله دنده پیل کړي.

د تېرې دوشنبې په ورځ د سیمه‌ییز ارګانونو ادارې د ننګرهار پخوانی والي حیات الله حیات د کندهار لپاره د نوي والي په توګه وګماره او د ننګرهار لپاره یې شاه محمود میاخېل د نوي والي په توګه اعلان کړ، چې ورسره د کندهار ولایتي شورا د ولسمشرۍ ماڼۍ له دې پرېکړې سره خپل مخالفت هم اعلان کړ.

د کندهار د ولایتي شورا مشر سیدجان خاکرېزوال وویل، تر هغه وخته به نوي والي ته د دندې اجازه ورنه کړي، چې په کندهار کې د شوې پېښې په اړه پلټنې بشپړې شوې نه وي.

د سیدجان خاکرېزوال پلویان تېر ماښام د کندهار د ولایت مقام ته ننوتل او هلته یې د اعتراض په ډول خېمه ووهله.

ټاکل شوې وه، چې د تېرې شنبې په ورځ به حیات الله حیات په کندهار کې رسماً خپله دنده پیل کړي؛ خو د ځايي چارواکو د مخالفت له امله تراوسه یې خپله دنده پیل کړې نه ده.

د کندهار قومي مشران او ولایتي شورا غړي وايي، اشرف غني د نوي والي د ټاکل کېدو په اړه ورسره مشوره نه ده کړې او نوي والي ته اجازه نه ورکوي.

د تېرې شنبې په ورځ په ننګرهار کې نوي والي شاه محمود میاخېل خپله دنده پیل کړه؛ خو حیات الله حیات تراوسه په کندهار کې خپله دنده نه ده پیل کړې.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *