فبروري 22, 2019

محقق: له اوسني حکومت نه لنډمهالې اداره غوره ده

محقق: له اوسني حکومت نه لنډمهالې اداره غوره ده

عزم: (دوشنبه، ۲۲سلواغه، ۱۳۹۷ل): د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق وايي، د مسکو په وروستۍ ناسته کې یې له طالبانو سره ګټورې خبرې کړي او له اوسني حکومت نه ورته لنډمهالې ادره غوره برېښي.

نوموړي تېره شپه له اریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، د لنډمهالې ادارې غوښتونکي احمقان نه دي، بلکې د هېواد اوسني شرایط د لنډمهالې ادارې غوښتنه کوي.

ده وویل« کرزی که هر څنګه وي، احمق نه دی، دی پوه دی، اشرف غني چې څه وايي، کرزی هسې نه دی، خلیلزاد او کرزی په دې سیمه کې پوه خلک دي»

د محقق په خبره، د مسکو په ناسته کې طالبانو وویل، چې اسلامي امارت نه غواړي، بلکې اسلامي حکومت غواړي او دغه غوښتنه د ډېرو خلکو هم ده.

«اسلامي حکومت دواړه لوري غواړي، نوم یې چې هر څه وي، وي دي. پر دې خبره ډېر ټینګار ونه‌شو، ما هم نه غوښتل چې اسلامي جمهوریت ووایم، په اسلامي حکومت او په اسلامي نظام ورو ـ ورو سره نږدې کېږو.»

محقق همدارنګه وویل، اشرف غني له دندې ګوښه کړی یم؛ خو د ملي یووالي حکومت په هوکړه کې ویل شوي وو، چې تر پایه به پر خپلې دندې پاتې کېږم او زما د ګوښه کولو واک څوک نه لري.

د ګډ حکومت پنځه کاله پوره کېدونکي دي؛ خو د پنځو کلونو په موده کې لا هم د اشرف غني او د عبدالله عبدالله ډلې لا سره پُخلا شوي نه دي او دواړه لوري د یوه بل سیاسي مخالفین یادېږي.

محقق دغه څرګندونې داسې مهال کړي، چې اشرف غني د مسکو وروستۍ ناسته احمقانه بللې وه او د لنډمهالې ادارې د راتګ لپاره یې سل کلونه ټاکلي وو.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *