فبروري 22, 2019

کریم خلیلي: که افراطیت نه وو، اوس به افغانانو د بهرنیانو پر وړاندې جګړه نه کوله

کریم خلیلي: که افراطیت نه وو، اوس به افغانانو د بهرنیانو پر وړاندې جګړه نه کوله

 

(عزم یکشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۲۱)

د سولې د عالي شورا رئیس محمدکریم خلیلي د جنوبي کوریا په پلازمینه سیؤل کې د “ سولې او انساني پراختیا“ تر نامه لاندې په یوه کنفرانس کې چې د سولې د نړیوال فدراسیون له خوا رابلل شوی وو،  ګډون وکړ او له نړیوالو یې د سولې په برخه کې مرسته وغوښته.

خلیلي وویل، افغانستان کې خلک د ژبې ، توکم او ګډو ګټو پر سر په جګړه بوخت دي چې باید نړیواله ټولنه ورته توجه زیاته کړي.

د خلیلي په وینا،  افغانان تر اندازې زبات افراط ځپلي او دا هم نه شي زغملی چې لوی قدرتونه په کې د بیا رغونې په موخه نظامي مداخله وکړي .

هغه پر نړیوالو ژغ وکړ چې د دغې مفکورې د لمنځه وړلو په موخه په ایډیولوژیکه توګه مټې راونغاړي او افغانان دې په فکري توګه له افراط ګرایي څخه منصرف کړي.
خلیلي دغه راز شکایت وکړ چې وسلوال مو مقدس ځایونه په نښه کوي، بهرني دوستان او کورني عسکر مو وژني او نورې ورانۍ رامنځته کوي چې په خبره یې د افغانانو سترګې نړیوالې ټولنې ته چې ښایي کوم اقدام به یې پر وړاندې وکړي

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *