فبروري 22, 2019

سنګین چیري موقعیت لري؟

سنګین چیري موقعیت لري؟

 

لیکنه: رحمت الله نړیوال

سنګین د هلمند ولسوالي د پنجاب په راولپنډۍ ښار کې موقعیت لري،دغه سیمه کې ټول تور پنجابیان اوسیږي،چې له افغانستانه تل سره سخته دښمني پالي،ځکه خو د کابل ادارې په خؤښه یؤه ورځ بهرنیان او بل ورځ یې د هیواد د صفر یک قطعې باتوران په شپنیو عملیاتو کې پر دې تورو تورو وړوکو ماشومانو او په دې تورو تورو سیاسرو باندې کربلا جوړؤي.
دا چې ډېری افغانان به یې د افغانستان یؤه سیمه یا ولسوالي معرفي کؤي؛ ټول غلط دي او یا یې څوک د بري پښتونخؤا یؤه برخه ګڼي؛ هغوی هم سل په سله کې غلط دي.
زما دا خبره به تاسو ته نابلده ښکاري،خو باید هېڅ نابلده ونه بریښي؛ سنګین که د افغانستان او یا هم د پښتونخوا یؤه برخه وای؛ تاسو به لیدلي وای چې په ویر یې د کابل ادارې مشر اشرف غني په شمول ټول افغانستان ویرجن وای،سنګین که د پښتنو یؤه برخه وای؛ تاسو به لیدلي وای چې د ګران هیواد ګوټ ګوټ کې یې غائبانه جنازې لمانځلو ته څومره خلک را وتلای،سنګین که د پښتنې سیمې یؤه برخه وای؛ تاسو به لیدلي وای چې اشرف غني یې په اړه په څومره په جدي توګه ټویټونه کؤلای.
دا چې سنګین د پاکستان پنجاب ایالت راولپنډۍ ښار یؤه برخه ده او له پنجاب سره د ارګ میشتو افغانانو او د دوی ګنډل خانانو سخته لفظي جګړه جریان لري؛ ځکه خو د سنګین د وړو ماشامانو او سیاسرو په بې رحمانه وژنه د ارګ میشتو په شمول ډېری ګنډل خانان چوپ پاتې دي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *