فبروري 22, 2019

طالبـانو په خپل قـوي موقـف سـره زړونه وګـټل

طالبـانو په خپل قـوي موقـف سـره زړونه وګـټل

جـاويـد افـغـان-
ښه مي یاد دي چې امریکایې اشغالګرو او متحدینو یي تقریبا دوه لسیزي مخکي زموږ د ګلونو په ټاټوبي ګران هیواد افغانستان باندي حمله وکړه.
د زړه بوږ نوونکو جنایتونو، بي رحمانه بمباردونو، او وحشتونو ترڅنګ یي په بي ساري ډول پوچ تبلغات هم وکړل. دا یو داسي وخت و چې د امریکا د متحده آیالاتو پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش طالب ته د ځمکي پرسر د اوسیدلو حق نه ورکاوه او د دوی په فرعوني دماغونوکي داخبره څرخیده چې طالبان باید اسیران او یا هم ووژل شې.
د امریکایي یرغل په مهال د نړۍ په سطحه هیڅ داسي هیواد اوجهت نه و چې هغه دي دا یرغل محکوم او په مقابل کې دي یې د چا ننګه وکړي.تر ټولو بده لا دا چې خپله د افغانانو په منځ کې یو شمیر هغه کسان چې د شوروي یرغل په خلاف یې د جهاد رهبري کړي وه، هغوی هم د امریکایانو له دې شعار چې (یاله موږ یازموږله دښمن سره ودریږئ)څخه متأثره او ټول د امریکایانو ترشا ودریدل.
که څه هم امریکایانو خپل هم دا وحشانه یرغل، د امنیت د ټینګولو، قانون نافذولو او د مخدره توکو کنټرو لولو په مزینو نومونو باندي وپوښلو، خوهغه ‎څه چې افغانانو په تیرو ۱۸ کالونوکې له هغوی څخه په عملي لحاظ ولیدل فقط وحشت و اوبس، ځکه په تیرو ۱۸ کالونوکې امریکایي جنایت کارانو داسي وحشتونه ترسره کړل چې په بشري قاموس کې له وحشت پرته بله نوم نه ورته پیداکیږي، امریکایي جنایت کارانو د خپلو وحشتونو په مهال بي شماره کلي، دیني مدارس اود مسلمانانو عبادت خاني (مسجدونه) په مکمله توګه په بمونو والوزل اومکمل یې ونړول او په کې میشت مظلوم افغانان سپین ږيري، ښځي اوماشومان یې په بي رحمانه شکل سره په شهادت ورسول.
په دې امتحاني مرحله کې یوازي طالب و چې د مظلوم اولس د مظلومیت اُوښکي يې پاکي کړي.اود خپل مکلفیت نه په استفاده یې یوځل بیا د هیواد د غورځیدلي استقلال اوازادۍ په اعاده کولو سره مقدس مقاؤمت پیل کړ.
یو شمیر د کمزورو ایمانونو خاوندانو به ویل، چې له امریکایانو سره جهاد اومقابله کول له فیل او پړانګ سره د مقابلې مثال لري، اویوازي خپل سر له تیږي سره وهل دي او بس، خود الله تعالی وعده له مسلمانانو سره بل شان وه. قال عزّوجل: ان تَنصرُوا الله یَنصُرکُمْ و یثبت اقدامکم. ژباړه: که تاسو د الله د دین مرسته وکړئ الله تعالی به ستاسو مرسته وکړي او پښې به مو مضبوطي کړي.
مجاهد طالب د پورتني آیت کریمه په مفهوم ډیرښه پوه ؤ، نو ځکه یې په پوره متانت او لوړ توکل خپل مقدس مقاومت ته دوام وکړ.
کله چې نړیوال قدرتونه له داسي یو بحران سره مخ شول رسماً یې اعلان وکړ چې موږ له طالب لوري سره په تفاهم پیل کوو، اود طالبانو د رسمي آدرس د پیداکولو په لټه کي شول، طالبانو هم د دوی دغه پلمه چې ګواکي طالبان خبروته نه کښیني ختمه کړه، اود قطر هیواد په پلاز مینه دوحه کې یې خپل دفتر پرانیست.
داهغه وخت وچې امریکا او متحدین یي د افغانستان له نامشروع جګړي نه سخت ستړي شوي ول، طالبانو ته هم ظاهراً د قطر د دفتر پرانیستل یو د ازادۍ اواستقلال بشارت ؤ، اویاد دفتر له ځان سره د اشغال د خاتمي زیري لرل.
نوځکه طالبانو د لومړي ځل لپاره خپل د توحید په کلمه ښایسته سپین محمدي بیراغ د هوا څپوته لوړ کړ، اوبیراغ خپل نازنین وزرونه ظاهراً د قطر په پلازمینه دوحه خوباطناً یې د مسلمه نړۍ په زړونوکي ورپول.
په افغانانو تپل شوي د هغه وخت جمهور رئیس کرزي ډیرژر له خپلو بادارانو (امریکایانو) څخه د بیراغ د کښته کیدو غوښتنه وکړه، د سولي او خپلواکۍ دښمنانو له هغه وخته له اسلام او مسلمانانو سره خپله دښمني وښوده.
د قطر دفتر د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ یوه غټه لاسته راوړنه داهم وه، چې یوامریکایي عسکر طالبانو نیولی ؤ، په مقابل کې يې د اسلامي امارت پنځه مخکښ غړي، لکه مولوي محمدنبي عمري، ملا خیرالله خیرخوا، ملا فاضل اخند، ملا نورالله نوري، او ملا عبدالحق وثیق، له ګوانتنامو زندان څخه ازاد او د قطر یاد دفتر ته ستانه شول، حالات ورځ تربلي ښه لوري ته روان ول، طالبانو د اولس په ملاتړ او د خپل سپیڅلې مقاومت په نتیجه کې ګڼي سیمې، ښارونه، او زیات شمیر ولسوالۍ د الله تعالی په نصرت ترخپل واک لاندي راوستې، او په امریکایي متجاوزینو یي داسي ځپونکي بریدونه ترسره کړل چې دوی یې له دې پخوا تصور هم نه ؤ کړی. د داسي سختو بریدو نو په لیدو سره امریکایان مات شول او هڅه یې پیل کړه تر څو خپله ناکامي اوشکست ته د سولي بڼه ورواغوندي د دې پروسې د پرمخ وړلو له پاره يې ځانګړی استازی افغاني الاصل امريکايي خليلزاد وګومارو چې له طالبانو سره د مذاکراتو په پيل خپله نا مشروع جګړه پای ته ورسوي.
خو یاده پروسه د سولي نه بلکي د ماتې په معنی وه حقيقت کې د امريکایانو نوی جمهور رئیس ټرمپ غواړي خپله ماتې د سولي په نوم په يو داسي معامله واړوي چې له راتلونکو ښو پايلو يې ګټه پورته او د بيرته وتلو زيان پرې پټۍ کړي.
امريکا په اشغال شويو هيوادونو کې لازياته خونړۍ فضا لکه کورنۍ جګړې او سيمه ايزې ناندرۍ رامنځته کول په پام کې لري.
په افغانستان کې امريکا او د هغې داخلي ملاتړو د زياتې ساحې په له لاسه ورکولو جګړه ايزه انګيزه بايللې ده د روغې جوړې تر شا د امريکايانو تر ټولو لوړ فکر دادی چې د خپل خونړي تاريخ په اوږدو کې په تر ټولو اوږده جګړه کې چې دوی پر ورننوتي خپله فوځي ماتې په يوه سياسي معامله واړوي.
نن موږ وینو چې هغه مردودي او د افغان اولس قاتلي څیري څومره په خوشحالی سره طالبانو ته د مذاکراتو لپاره ورځي، کرزی چې څو کاله مخکي یې د اسلامي امارت له سپين محمدي بيرغ سره خپله دوښمني وښوده او نن دادی هم هغه طالب ته د پخلايني لپاره ورغی.
طالبان دا خپل کمال نه بلکه د الله تعالی کامل نصرت يې بولي او طالبانو دادی په خپل دغه قوي موقف سره د ټولي مسلمه نړۍ زړونه وګټل، امید شته چې الله تعالی به د اسلامي امارت د پوځي او سیاسي بریاوو تسلسل جاري ولري او په راتلونکې کې نور هم امید بښونکي زیري واورو.
په همدې هیله

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *