فبروري 22, 2019

څوګ سولې ته ژمن نه دي؟

څوګ سولې ته ژمن نه دي؟

لیکوال :شهاب لیوال
د نویمې پیړۍ د پیل په ۱۹۹۰ کال کې روسانو له لس کلنې جګړې او بدبختیو سره افغانستان پرېښودلو ته اړ شول، روسان مات شول خو افغانانو ته یې هم ډیر زیان ورساوه، تر یو میلون افغان شهیدان، څلور میلونه هجرت کولو ته اړ شول او تر یو نیم میلون زیات ټپيان او معیوب شول.
کله چې روسان له هیواده بهر شول، هیوادوالو ته نوې هیلې پیدا شوې، چې ګواکې په افغانستان کې به سوله راشي، جګړه به ختمه شي، اسلامي نظام به قایم شي، افغانان به بیا سره ورونه شي … خو دا د افغانانو ستړې هیلې ستړې پاتې شوې.
افغانستان د کورنیو جګړو په لوخړو کې ورک شو، جهادي تنظيمونو له ولس سره خپلې کړې وعدې هیرې کړې او د قدرت او مادیاتو د ترلاسه کولو لپاره یې په افغانانو د ظلم او وحشت تورې تیارې خورې کړې.
د روسانو او کمونستانو لخوا په افغانانو تپل شوې جګړې افغانستان په کنډواله بدل کړ، هغه پاتې شونې یې هم د څلورو کلونو کورنیو جګړو په ترڅ کې چور او تالا شوې، عامه تائسیسات، شخصي مالونه، حتی د ولسونو عزتونه لوټ شول.
په کال ۱۹۹۴ کال کې چې کله طالبان کابل ته ننوتل او په ډېر لږ وخت کې یې ۹۵% سلنه خاوره تر خپل واک لاندې راوسته، کورنیو جګړو ته یې د پای ټکی کېښود، پاټکونه او شخصي قومندانۍ یې ختمې کړې، په افغانستان کې یې اسلامي نظام «امارت اسلامي» حاکم کړ …
خو کله چې دوي د افغانستان په نوي سلنه خاوره کې سوله راوسته، د دوی پام بیارغونې ته شو، طالبان حیران ول، له یو خوا د نړیوالو تحریم او له بلې خوا د افغاستان مات اقتصاد و، خو بیا هم که تاریخ او د طالبانو په وخت کې بیارغونو ته کتنه وشي ډیر څه یې ترسره کړې دي.
کله چې طالبان د کورنیو جګړو په ټغر ټولولو یو څه وتوانېدل، امریکا خپله سل کلنه نقشه عملي کړه، په افغانستان يې يرغل وکړ چې بالاخره اشغال يې کړ، او د طالبانو مشروع افغاني او کاملا اسلامي نظام یې ړنګ کړ، او د خپلې خوښې نظام یې چې ډیموکراسي وه په افغانانو وتاپه.
هغه منفورې جنګي جنایت کوونکې څیرې یې د واک په ګدۍ کښېنولې چې د طالبانو له ډاره څه له هیواده تېښتې ته اړ شوي وه لکه کمونستان خلقیان او پرچمیان او څه د طالبانو په ضد په جګړه بوخت وه لکه شمالي ټلواله او متحدین یې.
سوله هغه کلمه ده چې په اورېدلو یې انسان د خوښۍ احساس کوي، د غمونو بوج ترې لرې کېږي،
سوله هغه کلمه ده چې انسانان څه چې حیواناتو ته هم خوښه ده،
سوله د اسلام نوم دی، سوله انسانیت دی.
تېر اتلس کاله امریکا + کابل حکومت ډېرې لاپې ووهلې چې ګواکې طالبان به د سولې مېز ته راولي، یا به یې د جګړې په ډګر کې ووژني، حال دا چې خپله د امریکا نظامي شتون د سولې په وړاندې لوی خنډ وه، طالبانو له پیله تل، په دې خبره ټينګار کړی چې ترڅو امریکا په افغانستان کې خپل نظامي شتون ته د پای ټکی نه وي ايښی، دوی د کابل حکومت ته د سولې او مذاکراتو دروازه نه پرانيزي، که خبرې کوي هم نو یوازې امريکا سره به يې کوي، ځکه د جکړې یو اړخ طالبان دي او بل اړخ يې امریکا دی، نه د کابل حکومت.
تقریبا دوه لسیزې وروسته امریکا خپله ماتې ومنله او له طالبانو سره یې مذاکراتو ته غاړه کېښوده، غرور یې مات شو، لاپې شاپې یې په سیند لاهو شوې، نړیوالو یې اشغالي څېره وپېژندله او خپل متحدین یې له لاسه ورکړل.
– که چېرې امریکا په خپله ژمنه وفا وکړي، خپل سرتیري له افغانستانه وباسي، نو دا به افغانستان ته سوله راوستل حتمي کړي.
سوله راځي خو قرباني غواړي، تېر اتلس کاله طالبانو ډېرې لوړې او حیرانوونکې قربانۍ ورکړې،
که د کابل حکومت سولې ته ژمن وي او د ولس له هیلو سره لوبې نه کوي، که ځانونه نه قربانوي خپلې څوکۍ او قدرت دې قربان کړي، د افغان شموله او اسلامي نظام د راوستلو لپاره دې له طالبانو سره هوکړه وکړي، نه دا چې پټې لیکنې ولېږي او له امریکا غوښتنه وکړي چې خپل سرتیري دې له افغانستانه نه وباسي، ګواکې دوي به خپل مصارف کم کړي، په دې سره ټولو هیوادوالو ته چې د سولې مخ ته څوک خنډ دي؟ څوک له سولې وېره لري؟ څوک په سوله کې خپل زیان ګوري او څوګ سوله غواړي؟

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *