
عزم (چهارشنبه ۱۳۹۷ سلواغه ۱۰): د کرېکټ نړیوالې شورا «ای سي سي» د راتلونکې ۲۰۲۰کال شل اوریز نړیوال جام مهال وېش او د لوبډلو ډلبندۍ اعلان کړه.
افغانستان به په «ب» ګروپ کې د اکتوبر په ۲۶مه او ۲۸مه نېټه لومړۍ او دویمه سیالي له لومړي پړاوه ورغلو لوبډلو سره کوي او د نومبر په لومړۍ نېټه له سوېلي افریقا، د نومبر په ۴مه له انګلستان او د نومبر په ۶مه به له هندوستان سره سیالي ولري.
که افغان لوبډله په لومړي پړاو کې سیالۍ وګټي؛ نو دویم پړاو ته هم لاره موندلی شي.
افغان لوبډلې راتلونکې نړیوال جام ته مستقیمه لاره موندلې؛ خو بنګلهدېش او سرېلانکا به لسو نورو لوبډلو سره له لومړي پړاو تېرېږي او راتلونکې شل اوریز جام ته به لاره مومي.
د کرېکټ د شل اوریز نړیوال جام د ۲۰۱۶کال اتلولي ویسټ انډیز ګټلې وه او افغانستان په څلورو لوبو کې یوازې ویسټ انډیز ته په ماتې ورکولو بریالی شوی و.
افغان لوبډله په شل اوریزه ډلبندۍ کې اتم ځای لري او کهچېرې څو لوبې پرلهپسې وګټي؛ نو اووم ځای ته رسېدلی شي.
د ۲۰۲۰کرېکټ نړیوال جام په اسټرالیا کې ترسره کېږي او په روان کال کې د پنځوس اوریزو نړیوال جام په انګلستان کې ترسره کېږي، چې افغانستان په لومړي پړاو کې نهه سیالۍ لري.