فبروري 22, 2019

آیا پوهېږئ چې د موبایل مستقبل به څه وي؟

آیا پوهېږئ چې د موبایل مستقبل به څه وي؟

ابوبکر مهاجر

موبائلونه د پرمختګ پر لور په ډېره تیزي سره سفر کوي، نه یوازي د موبایلونو نیټ ورک، بلکي د هغو جسامت او شکلونه هم. داسي ښکاري چې د کمپنیانو تر منځ دا یوه مسابقه ده چې هره یوه د خپلو موبایلونو شوقیانو ته نوی شی وړاندې کړي.

د همدې مسابقې په ترځ کې د چین د موبایلونو کمپنۍ شیاؤمي تازه یو داسي ډیوایس وړاندې کړی دی چې په لومړي ځل لیدلو سره یو ټابلیټ ښکاري خو وروسته بیا ترې یو موبایل جوړ شي.

تر اوسه دا ډیوایس یوازي د ازمویني لپاره وړاندې شوی دی تر څو خلګ اندازه وکړای شي چې د موبایل مستقبل څه کېدای شي.

د دې ډیوایس په اړه کمپنۍ تفصیلات پر خپل ویب سایټ د یوې ویډیو په شکل کې وړاندې کړي دي. په هغه کې اندازه کېدلای شي چې څنګه یو ټابلیټ د یوه لوی موبایل شکل غوره کوي.

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *