فبروري 22, 2019

مولوي وکیل احمد متوکل: پر افغانستان د وارسا او ناټو یرغلونه دواړه تورې ورځې دي

مولوي وکیل احمد متوکل: پر افغانستان د وارسا او ناټو یرغلونه دواړه تورې ورځې دي

۱۷ کاله وړاندي ( د اکتوبر په ۷ مه) امریکا او متحدینو یې په افغانستان یرغل وکړ، له همدې ورځ د هیواد په لر او بر کې د وحشتونو، ظلمونو او بشري جنایاتو لړۍ پیل شوه، د اشغال له پیله ۱۷ کاله تیریږي خو د افغانستان په مظلوم اولس ړندې بمبارۍ او وحشیانه بریدونه روان دی نژدې هره ورځ ګڼ شمیر کورنۍ د یرغلګرو او د هغوۍ د لاسپوڅو د وحشتونو له امله د ویر په ټغر ناستې وي.

پر افغانستان د امریکایي یرغل د تورې ورځې د اغیزې او ورسره د راپیدا شویو بحرانونو په اړه د عزم ویب پاڼې ادارې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر سیاسي‌او علمي‌ شخصیت محترم مولوي وکیل احمد متوکل صاحب سره ځانګړې مرکه کړې چې لوستلو ته یې تاسو درانه مینوال رابولو.

ډیر محترم مولوي‌وکیل احمد متوکل صاحب د عزم ټکي اورګ ازادې ویب پاڼې  دا پتېیلي ده چې ستاسي محترم سره پر یو لړ موضوعاتو مرکه وکړي او دغه مرکه له افغان مجاهد ولس سره شریکه کړي تر څو یادو موضوعاتو باندې ولس پوه او ستاسو له ارزښتناکو ټکو څخه مستفید شي.

پوښتنه : محترم متوکل صاحب کله چي امریکایي یرغلګرو په ۲۰۰۱ کال کې د اکتوبر پر ۷ پر افغانستان برید وکړ  دغه ورځ د افغانستان لپاره څنګه ارزوئ؟

متوکل: د متعال الله په نوم د ښو هیلو وړاندي کولو وروسته، دغه ورځ د هغې بهانې پیلامه وه چي د افغانستان لپاره په ستر خونړي بهیر او عملي ګواښ وو او د داسي نیواک او تور بشري ناورین شروع سو چي لا یې د پای څرک نه تر سترګو کیږي؛ ځکه د داسي جګړو پیلول تاریخي ظالمانه اختیاري اشتباه وي او ادامه یې هم د سرونو او مالونو اجرامي بې باکانه حماقت دی.

پوښتنه: په دغه ورځ د طالبانو د یو شرعي نظام ړنګېدل پیل شول، هغه نظام چې  افغانانو ته د پاټکونو د وخت له وحشتونو وروسته لویه خوښي  وربخښلې وه په دې اړه ستاسو څه نظر دی ایا دا یو پرمختګ وو او که شاتګ؟

متوکل:معلومداره خبره ده چي د یو موټي خاوري او نیاومن شرعي نظام له منځه وړل د افغانستان پر خپلواکۍ او قانونیت باندي تېری وو چي نااهله شړل سوي بیا واکمنول په هیڅ ډول پرمختک نه سي بلل کېدلای د بد نوم لرونکي زورواکان چي د غریب ملت په اموالو ناجائزه شتمن سوي دي بې امانته، د شریعت او بشري حقوقو ناقضین چي طبعا ډېر ژر یې د اشغال په چوپړ کي رول ولوباوه د امریکایانو بې پروا ناپوهه نوکران ثابت سول صفر سوي مخدراتي کښت، تجارت او استعمال بیا پرېمانه سول اداري فساد او د غربي ډیموکراسۍ د کاذب تمثیل خښته کښېښوله سوه.

پوښتنه: پخواني ولسمشر کرزي یو وخت په یوه مرکه کې ویلي وو چې د روسانو او امریکایانو ترمنځ توپیر دا دی روسان خپله راغلي وو امریکایان هغه له پنځه کاله سر په سر زاریو او غوښتنو وروسته دیته اماده کړل چې افغانستان ته راشي تاسو څه وایاست ایا د روسانو او امریکایانو توپیر شته؟

متوکل: هرچا که امریکانو ته د نظامي مداخلې زارۍ کړي وي نو هغوی د افغان د ازادي خواه اولس نمائنده ګي نه ده کړې بلکي د پردیو ګټو ته یې کار کړی دی چي په حقیقت کي یې هم امریکایان ګمراه کړي دي هم د خپلو هېوادوالو د کړاونو بې رحمه لیونی اوږد غوبل چي د نه بخښلو وړ جنایت وو په لاره واچاوه.

پوښتنه: دا چې په ۲۰۰۱ کال ۱۱ ستمبر باندې د امریکا په یو شمیر لوړپوړو دولتي ودانیو بریدونه وشول چې هغه مهال یې پړه پر اسامه بن لادن ولویدله چې وروسته امریکا له طالبانو د اسامه د سپارلو غوښتنه وکړه  ځینې خلک امریکا ته د طالبانو له لوري د اسامه بن لادن نه سپارل په افغانستان باندې د حملې لامل بولي تاسو څه نظر لرئ؟ ایا دا یوه بهانه وه که همدا یې د حملې لامل وو؟

متوکل: پر افغانستان باندي د برید بهانه همدا وه خو د اسامه بن لادن د نه شتون په صورت کي یې لا هم کلونه وروسته اشغال ته دوام ورکړی دی لکه څرنګه چي په عراق کي یې د اټمي وسلو د شتون پلمه پوچه ثابته سوه پایله یې په عراق کي هم ستر بشري ناپایه ناورین سو د امریکا قساوت چي د هیواد اقتصاد یې ورته ویجاړ کړ راز راز قومي او مذهبي شقاق ته مخه ورکړه او خلک یې ورته ووژل او وکړول په نړۍ کي په بد حال خپاره کړل.

پوښتنه: تاسو څه فکر کوئ چې افغانان به یو وخت ۷ د اکتوبر هم د جدې د ۶ په څیر د افغانستان د تاریخ د تورو ورځو په نوم یادوي که به دا دواړه ورځې توپیر ولري؟

متوکل: د هیواد ملي بحران که پرون د وارسا تړون له لاسه وو یا نن د ناټو تړون له لاسه دی دواړه توري ورځي دي توپیر یې د زاړه او تازه ناسور په څېر دی.

پوښتنه: د اکتوبر له ۷مې وروسته  چې طالبان له ښارونه پر شا شول،  تاسو څه فکر کاوه چې کله به بیا طالبان دومره منظم شي لکه اوس چې دي او د ملا محمد عمر مجاهد هغه خبره چې له بي بي سي سره یې په مرکه کې کړې وه چې مونږ به غرونو ته وخیږو او له هغه ځای به بیا منظم شو امریکا به ماته کړو تاسو څنګه ارزوله؟

متوکل: کوم افغان مشران چي د اولس له متنه یې نشأت کړی وو، بې ساري قربانۍ یې ورکړي وي پر اسلامي معتقداتو او افغاني ارزښتونو یې پوهه او باور درلودی نو پوخ یقین یې وو چي تاریخ به بیا هم د خپل اصالت سره سم له سره پلی کیږي ان شاء الله.

پوښتنه: د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر ۷ او د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۷ ستاسو په نظر څه توپیر لري ایا امریکا اوس هم په هغه خیال دی او که یې اوس نشه له مغزو وتلې؟

متوکل: له نظامي حل څخه د امریکا مایوسي پټه نه ده البته په سیاسي خبرو اترو کي به خپل نهایي زیار وباسي چي په یو ډول د ځان په ګټه شرایط جوړکاندي خو افغانان باید په ژور بصیرت سره د تاریخي سبقونو څخه په استفاده خورا ځیر واوسي.

پوښتنه:  په دې وروستیو کې د افغانستان د جګړې په اړه یو لړ راپورونه خپاره شوي چې بلیک واټر خصوصي کمپنۍ ته به یې سپاري که څه هم ولسمشر غني یې مخالفت کړی تاسو څه نظر لرئ ایا امریکایي عسکر د جګړې د مهارولو وړتیا نلري که بل لامل دی ولې جګړه دغې کمپنۍ ته سپارل کیږي؟

متوکل : د اقتصادي دلایلو په خاطر یې نظریه بحثیږي خو د اولس د کړاو تمدید او د امریکا د لا رسوایۍ پرته به بله لاس ته راوړنه ونه لري که احیانا دا غلطي او مضاعفه جفا وسي امریکا به لا هم منفوره او زموږ د مظلومي ټولني مصیبتونه به نور هم پېچلي او وغځیږي، ښه چاره یې مدبرانه او په جرائت سوله ده چي خپل واکي او د اولس د خوښي سره سم اسلامي شرعي ثبات رامنځ ته سي څو خلک مو د ارم سا واخلي او د ژوندانه لاري چاري جوړي کړي، تعلیم او تحصیل عام کړي او خلکو ته د ابادولو او ښېرازۍ کارونه ایجاد کړي، موږ ټولو ته زغم او فکري اعتدال خپلول، د تهجر او تنګ نظرۍ سره مخه ښه کول اړین دی.

ډير محترم متوکل صاحب دا چې زموږ پوښتنو ته مو په سړه سینه ځوابونه وویل، له تاسو یوه نړۍ مننه کوو.

متوکل: کور مو ودان چې زموږ نظر تر نورو رسوئ.

درنښت

پای

Related posts

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *